CRI Online

د اردن د الديار ورځپاڼې په خپله مقاله کې د چين پرمختيايي بدلون وستايه

cri     (GMT+08:00) 2012-11-14 15:17:12

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې د اردن الديار ورځپاڼې په وروستيو ورځو کې په خپله مقاله کې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کميټې د عمومي منشي هو جين تاو راپور چې د اتلسم ګوندي ملی کانګرس په پرانيستونکو مراسمو کې وړاندی شوی ، معرفی کړ او د چين د پرمختيايي بدلون ستاينه يې وکړه.

د نوموړی ورځپاڼې ليکوال ماروان السواه په خپله مقاله کې دی ته اشاره کړې چې نوموړی راپور نړيوالو ته د چين د پوره پيژندنې فرصت برابر کړی دی په وروستيو کلونو کې د چين د کمونېست ګوند په مشرۍ چينايانو زيات مشکلات له منځه وړلي او په سياسي، اقتصادي، کلتوري او ديپلوماتيکو او ټولنيزو چارو کې يې سمسورتيا او پرمختيا موندلې چې په نتيجه کې چين ژر د نړۍ په دوهمه لويه اقتصادي ډله بدل شوی دی.په عين وخت کې د چين نړيوال مقام لوړ شوی او په څو اړخيزو ديپلوماتيکو چارو کې پوخ ګډون کوونکی هم ګڼل کيږي او په سيمه ييزو او نړيوالو چارو کې يې ډېر مهم او فعال رول لوبولی او لوبوي يي.

غاټول

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای