CRI Online

د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس په بېجينګ کې پای ته ورسېد.

cri     (GMT+08:00) 2012-11-14 20:51:23

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس د نومبر په څوارلسمه نېټه بېجينګ کې پای ته ورسېد.

د دغه کانګرس د پای ته رسېدو غونډه د همدې ورځ د سهار په نهو بجو پيل شوه او عمومي منشي هو جين تاو د دغې غونډې مشری وکړه. د رايو د عمومي څارنوال او نورو څارنوالو تر څارنې لاندې، ٢٣٠٧ تنو استازيو د رايګري له لارې د ٢٠٥ تنو غړيو او د ١٧١ تنو کانديدانو په شمول د چين کمونست اتلسمې دورې مرکزي کميټه او د اتلسمې دورې انضباطی کميټې ١٣٠تنه غړي يې هم انتخاب کړی دی.

په دغه غونډه کې د عمومي منشي هو جين تاو لخوا د اوولسمې دورې مرکزي کميټې د راپور د منظور په اړه پريکړه ليک تصويب کړ او په دغه پريکړه ليک کې ليکل شوي چې دغه راپور د ګوند او هېواد د پرمختګ لپاره طرز لارښونه کوي، د ګوند او د بېلا بېلو قومونو د خلکو د هوښياري نتيجه ده، د چين د کمونست ګوند تر لاښوونې لاندې د چيني ځانګړتيالرونکی سوسياليستي نويو برياليتوبونو لپاره عملياتي تګلاره او سياسي اعلاميه ده او د مارکسيزم د لارښوونې سند هم دی.

په دغه غونډه کې د انضباطي څارنې کمېسيون کاري راپور او د چين د کمونېست ګوند د اساسنامې د تعديل په اړه پرېکړه ليکونه هم تصويب شوي دي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای