د خلکو ورځپاڼې د نومبر په پنځلسمه نېټه په ګډه د نورې سمسورې او ښکلې راتلونکې د جوړيدو تر عنوان يوه سرمقاله خپره کړه او د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملی کانګرس بريالی پای ته رسيدو ته يې مبارکي وويله.
په سرليکنه کې ليکل شوي چې د کمونست ګوند اتلسم ملی کانګرس د چين د سمسورې ټولنې جوړيدو په کلی بهير کې يوه ډېره مهمه غونډه ده. کمونست ګوند په هراړخيزه توګه توګه د سمسورې ټولنې جوړولو لپاره نوې پاڼه او د چينی خلکو او ملت د نورې سمسورتيا او نيکمرغې راتلونکی خلاص کړې ده.
په سرمقاله کې ليکل شوي چې په دغه کانګرس کې د علمی پرمختيا نظر تاريخی اهميت تصديق شوی، د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم د نوی برياليتوب ګټلو لپاره نوې غوښتنې وړاندی شوې، په هراړخيزه توګه د سمسورې ټولنې او د اصلاحاتو او ورخلاصون د پياوړتيا هدف ټاکل شوی، د زمانې تر نويو شرايطو لاندی د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم پرمختيا لپاره هراړخيز ترتيبات جوړ شوي او د ګوندي ابادۍ د علمی کيدو سويې لوړتيا په هکله څرګندې غوښتنې وړاندی شوي دي.
په سرمقاله کې له ټول ګوند څخه غوښتنه شوي چې د چيني ځانګړتيا لرونکی سوسياليزم په اړه ستر بيرغ پورته کړي، د ګوند د مرکزی کميټې په شاو خوا کې راغونډ شی فکرونه أزاد کړي، د اصلاحاتو او ورخلاصون پر تګلارې ټينګار وکړي، ځواکونه راغونډ کړي، له ستونزو سره مبارزه وکړي او د سترو چارو د پرمخبيولو په بهير کې د تاريخ، زمانې او خلکو د هيلې سره سم نوی برياليتوبونه جوړ کړي او د عصری کيدو، نړۍ او راتلونکی سره د مخامختيا په تاريخی بهير کې د چين د کمونستانو د نويو وياړونو ګټلو لپاره کوښښونه وکړي.
ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |