CRI Online

چين په وروستيو لسو کلونو کې د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا په برخه کې ډېری برياليتوبونه تر لاسه کړي دي

cri     (GMT+08:00) 2012-11-21 20:31:44

اوس د چين د کمونست ګوند اتلسم ملي کانګرس په بېجينګ کې روان دی، څو ورځې مخکې د کمونست ګوند د مرکزي کمېټې د ګوندي پوهنتون د ګوندي تاريخ څېړنې ادارې مرستيال شي چون تاو د چين د نړيوالې راډيو له خبريال سره د مرکې په وخت کې پر دې ټينګار وکړ چې په وروستيو لسو کلونو کې چين د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا په برخه کې ډېری برياليتوبونه تر لاسه کړي او عامو وګړيو د کمونست ګوند خدمات او کوښښونه احساس کړی دی.

ښاغلي شې وويل له لسو کلونو راپدې خوا د چين د کمونست ګوند د ګډ شتمن کېدلو نظر د تطبيق لپاره ډېرې هڅې او کوښښونه کړي، په تېره بيا تر دې وروسته چې د چين اقتصاد ګړندي پرمختګ تر لاسه کړی او مالي عايدات تر ډېری اندازې زيات شوي، د وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا په غرض يې يو لړ اغېزمن تدبيرونه نيولي مثلا کرهنيز ماليات يې لغوه او په کليوالو سيمو کې يې بنسټيز تاسيسات او د اوبو لګولو تاسيسات جوړ کړی، پر دې سربيره، وړيا اجباري تعليم اجرا شوی او د هېواد د منځنې او لوېديځې سيمې د منځنيو ښوونځيو او لومړيو ښوونځيو زده کوونکيو ته وړيا تدريسی کتابونه برابرېږي. له دې نه پرته، په کليوالو سيمو کې د نوی ډول همکاريز طبي نظام جوړ شوی چې په بنسټيزه توګه ټول بزګران ترې ګټه اخلي او د ناروغيو درملنې په ساحه کې د دوی ستونزې ليرې شوي، په عين وخت کې نژدې په ښارونو کې د ټيټ عايد لرونکو وګړيو د ژوند ضمانت نظام تطبيق شوی .

ښاغلي شې وويل

ويل کېږی چې د وګړيو ژوند سويې د لوړتيا په برخه کې د وروستيو لسو کلونو راهيسې ستر لاسته راوړنې تر لاسه شوې او عامو وګړيو په رښتنۍ توګه د واکمن ګوند لخوا د اجرا شويو تګلارو څخه ګټې اخيستې دي. د چين په ګړندي پرمختګ او د دولتي توان په پياوړتيا سره، د وګړيو ژوند ورځ په ورځ ښه کېږی. زما په نظر، دا د کمونست ګوند د واکمنۍ د ټينګولو او د وګړيو ملاتړ د اخيستلو تر ټولو مهم عامل دی.

ښاغلي شې دې ته اشاره وکړه د تېر کال راپدې خوا د لوېديځې اسيا او افريقا يو شمېر هېوادونه د دوامدارې شخړې سره مخامخ شوې او د چين پرمختګ له ډېر پيچلي بهرنی چاپېريال سره هم مخامخ دی. خو چين نه يوازې د اقتصاد ثابت پرمختګ ساتلی، بلکی د وګړيو ژوند سويې د لوړتيا په برخه کې يې ډېری کارونه بشپړ کړي دي. هغه وويل

د چين د کمونست ګوند د واکمنۍ نيولو نظريې او تګلارې څرګندې دي چې لومړی بايد پرمختګ وموندل شي. د پرمختګ له لارې د وګړيو زياتيدونکې مالی او کلتوری اړتياوې پوره کېدای شي. بله خوا بايد سياسي ديموکراسی بشپړه شي چې وګړي ډېری زيات ديموکراتيک حقونه تر لاسه کړي شي. پر دې سربيره، د هنر او کلتور ابادۍ ته دې هم په درنه سترګه وکتل شي.

ښاغلي شې وويل اوسمهال چين د پرمختګ او اصلاحاتو په کليدي موده کې دی او د بېلا بېلو طبقو او ډلو د مشخصو ګټو تر منځ توپيرونه موجود دي چې په دې جمله کې رنګارنګې ننګونې کله نا کله رامنځته کېږی. نو په رښتينۍ توګه د علمي پرمختګ تر سره کول ډېرو زحمتونو ته اړتيا لري او سوله ييز ابادی له پيچلي نړيوالو اوضاعو مخامخ ده او د دولتي يووالي تحقيق دنده درنه ده. د واکمن ګوند ځاني پرمختګ او ابادی هم له ډېرو ستونزو سره مخامخ ده. هغه وويل

کمونست ګوند هم اوس او هم په راتلونکی کې له ډېرو ننګونو سره مخامخ دی. زما په اند هغه د دغو ستونزو د ليری کولو توان لري.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای