CRI Online

د چين د کمونست ګوند په اتلسم ملي کانګرس کې د کليوالو کارګرو استازيو د دغو کارګرو هيلې څرګندې کړې

cri     (GMT+08:00) 2012-11-27 14:40:20

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په دوه زره دوه سوه او اويا استازيو کې د کليوالو کارګرو شپږويشت استازي شته، دوی په بېلا بېلو کارونو لګيا دي، خو د دوی پر غاړو يو شان دندې موجودې دې چې د کليوالو کارګرو هيلې د کمونست ګوند مرکزي کمېټې ته وړاندې کړي.

په چين کې کليوال کارګران يوه لويه او ځانګړی ډله ده، دوی د مزدورۍ لپاره له کليوالو سيمو څخه ښارونو ته تللي او د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره يې ستر رول لوبولی او لوبوي. د يوې شمېرنې له مخې، اوس په چين کې د کليوالو کارګرانو شمېر دوه سوه او پنځوس مليونو ته رسيدلی دی. دا يو واقعيت دی چې په ښارونو کې د دوی ژوند له ډېرو ستونزو سره مخامخ دی مثلا د اولادونو ښوونه، ټولنيز ضمانت او بنسټيز طبي ضمانت او داسې نور. نو د دوی هيلې او اميدونه پېژندل او څرګندول د دغو استازيو لومړی کار دی.

شپږويشت کلنه يان ون جينګ چې له ګوانګ دونګ ولايت څخه راغلې، د ګوندي استازې په توګه تر ټاکل کېدو وروسته په دوو مياشتو کې له څلورويشتو ولسواليو او علاقه داريو څخه ليدنې کړې او د استوګنې نژدې اويا سيمو د وګړيو مالومات يې اخيستي دي. هغې خبريال ته وويل

په دې بهير کې مې د عامه وګړيو رښتنې اړتياوې او هيلې پېژندلې او د دوی ځينی وړانديزونه مې هم اورېدلي دي.

د يان ون جينګ په شان د کليوالو کارګرو هيلې او اړتياوې پېژندل د دغو استازيو لازم کار دی، استازيو تر څېړنې وروسته دا پېژندلې چې د اولادونو ښوونه او تعليم، ټولنيز ضمانت او طبي ضمانت د کليوالو کارګرانو ډېرې د پاملرنې وړ ستونزې دي. له دې نه پرته، يان ون جينګ دې ته اشاره وکړه چې د نوي نسل کليوال کارګران د خپلو حقونو د ساتلو په برخه کې نوې غوښتنې لري. هغې وويل

د هغو ځوانانو کليوالو کارګرانو لپاره چې د تېرې پېړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې زېږېدلي، اړتياوې يې د دوی د پلارونو په پرتله بېلې دي چې ډېری يې روحي ملاتړ غواړي.

د زياترو کليوالو کارګرانو لپاره په دايمي توګه په ښارونو کې ژوند کول له واقعيت سره سون نه لري او په ښارونو کې د مزدورۍ له امله، دوی مجبورا له خپلو اولادونو او پلار او مور څخه جلا دي. نو په خپل ټاټوبي کې کار کول د ډېرو کارګرانو هيله ده. د هو نان ولايت د کليوالو کارګرانو استازي يې چن وويل

هيله لرم چې حکومت زموږ ټاټوبي ته د کليوالو کارګرانو د راستنېدو په غرض ځينې لارښوونې ورته وښيې چې زموږ په ټاټوبي کې وړتياوې سرچينې راغونډې شي او موږ په خپلو صنايعو پيل کولای شوو. دغه راز به په کليوالو سيمو کې د پاتې شويو ماشومانو او بوډاګانو مسئلو د ليرې کولو لپاره هم ګټور وي. موږ د کار کولو په عين وخت کې خپلو کورنيو ته پاملرنې هم کولای شوو.

د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي کانګرس په راپور کې دې ته اشاره وکړه چې بايد د عامه وګړيو ډېری د پاملرنې وړ ستونزو حل و فصل ته لومړی اهميت ور کړي او د عامه وګړيو د ژوند سويې د لوړتيا لپاره هڅې او کوښښونه وکړی شي. د کليوالو کارګرانو استازيو هم په دې راپور کې د دغې ډلې ښه راتلونکې ليدلې. (اواز)

زما په اند، دغه راپور د کليوالو کارګرانو مسئلې ته ډېرې پاملرنې کوي. له دې راپور څخه مې هم ډېر ارزښتناک مالومات زده کړی او ليدلي دي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای