CRI Online

په کون شان ښار کې د کليوال کارګر هوانګ لي جو نيکمرغه ژوند

cri     (GMT+08:00) 2012-12-05 17:55:42

په چين کې ډېر کليوال کارګران د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځي او د پيسو تر ګټلو وروسته خپل ټاټوبۍ ته بيرته ستنيږي او بيا هلته د کور ابادي او استوګنه کوي. خو په دغو کسانو کې ځيني ځانګړي مثالونه هم موجود دي. ښاغلي هوانګ لي جو چې له ان هوی ولايت څخه د جيانګ سو ولايت په کون شان ښار کې مزدوري کړې، يو داسې نمونه دی چې د مزدورۍ له لارې په ښار کې يې کور جوړ کړی او ګړندی موټر يې هم اخيستی دی. هغه وويل د ده نيکمرغه ژوند د کون شان ښار د اقتصاد او ټولنې د ښه چاپېريال او د کليوالو بزګرانو په وړاندې د کون شان ښاريانو د هڅولو او منلو سبب دی.

هوانګ لي جو په ١٩٩٤ کال کې له خپل پلار او مور سره له ان هوی ولايت څخه کون شان ښار ته تللی، دوی لومړی د جين هوا څون په کلی کې يوه کور کرايه کړ او هوانګ لي جو د پلاستيکي توکيو د جوړونې په يوه فابريکه کې د موټر چلوونکي په توګه کار کاوه، بيا هغه د پلاستيکي توکيو له جوړولو سره علاقه پيدا کړه او د جوړولو په څانګه کې يوه کارکوونکی وګرځېد. په کوښښونو او زحمتونو سره هغه په ګړندي توګه ترفيع وکړه. د ثابت کار او زياتو پيسو په تر لاسه کولو سره هوانګ لي جو وغوښتل چې د کون شان يو ريښتني ښاري وګرځي. د جين هوا څون کلي د کمېټې تر مرستې لاندې، په ١٩٩٨ کال کې د هوانګ لي جو کورنۍ نومونه د کون شان ښار په حکومت کې ثبت شول او دوی د کون شان نوي ښاريان وګرځېدل.

تر دې وروسته د هوانګ لي جو کورنۍ ژوند په پر له پسې توګه د ښه والي په لور روان و. په ١٩٩٩ کال کې هغه يوه دوه پوړيز کور جوړ کړ او واده يې هم وکړ. هغه کون شان ښار ته د تازه رسېدو وخت د يادولو په وخت کې وويل ، دلته تر رسېدو راهيسې مو هېڅکله سپکاوی نه دی احساس کړی. د جين هوا څون کلي کمېټې له موږ سره ډېرې مرستې کړې. د دې کمېټې د مشر په شمول کارګرانو تل موږ ته ډېرې پاملرنې کړې. زموږ د نومونو ثبتولو او د کور جوړولو په وخت کې يې له موږ سره ډېرې مرستې کړي دي.

هوانګ لي جو نه يوازې زحمتکښ بلکې ډېر هوښيار هم دی. په ٢٠٠٦ کال کې د ده شرکت په جين هوا څون کلی کې يوه فرعي څانګه جوړه کړه، هوانګ لي جو د دې فرصت په نيولو سره د دې فرعي شرکت لس سلنه اسهام واخيستل. ور پسې جين هوا څون کلی د اوسېدونکيو لپاره همکاريزه ټولنه جوړه کړه، هوانګ لي جو هم پکې پانګونه وکړه. هغه وويل دغه ټولنه د حکومت په مشري جوړه شوې او هر استوګن پکې پانګونه کولای شي. زموږ هغه پيسې چې په کار نه دي، په دې همکاريزه ټولنه کې راغونډېږي، دوی په فعاله توګه فابريکه جوړوي او ودانۍ تاسيسوي، د ګټې اخيستلو اندازه مو د بانک په پرتله ډېره زياته ده. زموږ د کور په مثال، کلنۍ ګټه په سلو کې دوه ويشتو ته رسيږي.

د هوانګ لي جو د کورنۍ ژوند سويه د پر له پسې لوړتيا په حال کې ده. تېر کال هغه يو ګړندۍ موټر واخيست او د تفريح په وخت کې کله نا کله له خپل پلار، مور، مېرمن او ماشوم سره د سيلانۍ لپاره ځي. د ده مېرمن جيانګ لين جن وويل

زموږ ژوند د مخکې په پرتله ډېر ښه شوی او موږ ډېره نيکمرغه احساسوو.

هوانګ لي جو په دې پوهېږي چې د ده نيکمرغه ژوند د جين هوا څون له لوی کور په تېره بيا د کون شان ښار د اقتصاد او ټولنې له ښه چاپېريال او د ښاريانو له مرستې څخه نه شي بېلېدای. نو هغه هم غواړي د دې ښار د پرمختګ او ابادۍ لپاره تر وسې پورې خدمتونه وکړي. ده وويل

په کون شان ښار کې ډېری فرصتونه موجود دي. که تاسې کوښښونه او زحمتونه وکړي، نو تاسې به ډېرې ګټې تر لاسه کړي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای