CRI Online

د چين څېړنيز ارګان په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکيو په اړه يو راپور خپور کړ

cri     (GMT+08:00) 2012-12-17 18:50:07

په بهرنيو هېوادونو او سيمو کې د چيني زده کوونکيو د حالاتو په هکله ابي کتاب څو ورځې مخکې خپور شوی چې له مخې يې د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون راهيسې د دغو زده کوونکيو شمېر يو سلو پنځلس سلنه زيات شوی او چين په نړۍ کې يو داسې هېواد ګرځېدلی چې په نورو هېوادونو کې د زده کوونکيو شمېر يې تر ټولو زيات دی.

د چين او نړيوال کېدو بهير د څېړنې ادارې مدير وانګ هوی ياو چې د دې راپور يو عمده ليکوال دی،وويل اوس په نورو هېوادونو کې د چيني زده کوونکيو شمېر تر ټولو زيات دی. ده وويل

په ٢٠٠٠کال کې دغه شمېر تقريبا څلويښت زره و او په ٢٠١١ کال کې دغه رقم نژدې دری لکو څلويښتو زرو ته رسيدلی چې په نړۍ کې يې د بهرنيو زده کوونکيو له عمومي شمېر څخه څوارلس برخه ونيوله. له يوويشتمې پيړۍ راهيسې په دې برخه کې نوي حالات دا دي چې د هغو زده کوونکيو شمېر ډېر زيات شوی چې په خپلو پيسو بهر ته ځي.

تر ٢٠١١ کال پورې چين د بريټانيا او جاپان لپاره د بهرنيو زده کوونکيو تر ټولو لويه سرچينه وه او هم د هند پر ځای د دوو کلونو لپاره په امريکا کې د بهرنيو زده کوونکيو لويه سرچينه ګرځېدلې وه. د پاملرنې وړ دا ده چې په بهر کې د چين د ټيټ عمر زده کوونکيو شمېر د زياتېدو په حال کې دی. هر کال د کانکور تر ازموينې وروسته د چين د بېلا بېلو ولايتونو او ښارونو غښتلي زده کوونکي د نورو هېوادونو د مشهورو پوهنتونونو لخوا منل کېږي. اوس د استراليا په شمول د يو شمېر هېوادونو پوهنتونونه د چين د کانکور ازموينې پايله مني.

په بهر کې د چيني زده کوونکيو د پرمختګ صندوق سرمنشي جوانګ ليانګ وويل د زده کړې لپاره نورو هېوادونو ته د تللو په تودو څپو کې هم زده کوونکي او هم د دوی پلرونه او ميندې بايد پر دې غور وکړي چې د ډېرو پيسو په لګولو سره په بهر کې د زده کړې موخه څه ده. ښاغلي جوانګ ليانګ وويل

ويل کېږي چې په ځاني پيسو په بهر کې د زده کړې چارو ستر پرمختګ موندلی خو پکې لا هم ناثابت او ناڅرګند عوامل موجود دي. لږ شمېر پلرونه او ميندې په ښه توګه غور کوي چې ولې خپل زامن د زده کړې لپاره بهر ته وليږي؟ دوی يوازې غواړي ماشومان يې په وړ کسانو وګرځي او خپل وطن ته تر ستنېدو وروسته به ښه ټولنيز مقام ونيسي. خو په بهر کې د زده کړې رښتنې موخه څه ده؟ بايد په کومه لاره په ښه توګه دغه کار تر سره شي؟ موږ بايد پر دې غور وکړو.

دا يو واقعيت دی چې د زده کړې لپاره بهر ته تلل په کانکور ازموينه کې د ګډون او په کورنيو پوهنتونونو کې د زده کړې نه پرته ځوانانو ته يو بل فرصت وړاندې کوي. خو د پوهنې کارپوهانو په اند، دغه فرصت په چين کې د لوړې او منځنۍ ښوونې اصلاحاتو باندې ډېر فشار اچوي. پر دې سربيره، په کومه لاره د دغو چيني فارغ التحصلانو راجلبول هم د پاملرنې وړ دي.

په اروپا او امريکا کې د چيني فارغ التحصلانو ټولنې مرستيال وانګ هوی ياو وويل

اوس چين د وړ کسانو د له لاسه ور کولو له سختې ستونزې سره مخامخ دی. د ٢٠١١ کال د يوې شمېرنې له مخې، په بهر کې٣٦ سلنه فارغ شوي چيني زده کوونکي بيرته راستانه شوي په تېره بيا د جګې کچې وړکسانو د له لاسه ور کولو اندازه ډېره لوړه ده. د زرو کسانو پلان په اثر چې په ٢٠٠٨ کال کې تطبيق شوی، دغه حال بدل شوی او ډېر زده کوونکي چې په دغه پلان کې يې ګډون کړی، بيرته ستانه شوي. دغه تمايل بايد پياوړی شي او موږ هم بايد خپلې تګلارې نورې خلاصې کړو.

د دې راپور له مخې، د دغو وړ کسانو د راجلبولو لپاره تر ټولو پياوړې تګلارې د دوی په ژوند کې د ستونزو ليری کول دي مثلا بايد دوی ته د هستونګنې ځای د بدلولو او طبي سيمې ور کولو لپاره اسانتياوې برابرې شي. د چين حکومت په وروستيو څو کلونو کې اړوندې تګلارې غوره کړې. د يوې شمېرنې له مخې، په وروستيو کلونو کې هر کال له بهر څخه د راغلو وړ کسانو د زياتوالي انډول دېرش سلنه دی. د چين د اقتصادي توان د پياوړتيا او په بېلا بېلو ساحو کې د زمينې برابرولو سره سم به دغه شمېر نور هم زيات شي.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای