CRI Online

د چين د هنر او کلتور ځانګړی جذابيت ورځ په ورځ ښکارېږي(١)

cri     (GMT+08:00) 2012-12-31 16:18:05

په تېرو لسو کلونو کې چين د اقتصادي پرمختګ په برخه کې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، په عين وخت کې بهر ته د چين د هنر او کلتور د خپرېدا قدمونه هم چټک شوی دی . ويل کېږی چې د چين هنر او کلتور په خپلو ځانګړتياوو نړۍ جلبوي.

(اواز) ګرانو دوستانو همدا اوس مو ټوکې ټکالې واورېدلې. ستاسو د اټکل وتلې خبره دا ده چې دغه ټوکې ټکالې د دوو بهرنيانو لخوا ويلې شوې. يو يې فرانسوي دی او جو لي ان نومېږي او په بېجينګ کې د لسو کلونو لپاره استوګنه کړې ده. هغه خبريال ته وويل لس کاله مخکې يې له چيني کلتور سره علاقه پيدا کړې او پرېکړه يې وکړه چې چين ته لاړشي. ده وويل

هغه وخت چيني تاريخ زما ډير خوښ شو او وروسته مې د تاريخي کتابونو د لوستلو په غرض د چيني ژبې په زده کړې پيل وکړ. ور پسې د چين د نورو هنري شکلونو په اړه علاقه مې هم زياته شوه . د ټوکې ټکالې په اړه زما لخوا اخيستل شوی لومړی کسيټ د ليو باو ژوی لخوا ثبت شوی و. دغه راز مې د نورو مشهورو لوبغاړو لخوا ثبت شوي کسيټونه هم اخيستي دي. په هغه وخت کې مي د پاريس په سړک او يا مېټرو کې ياد کسيټونه وارېدل. په ٢٠٠٢ کال کې مې پرېکړه وکړه چې چين ته لاړ شم او تر اوسه له چين څخه نه يم وتلی.

کله چې جو لي ان تازه چين ته ورسېد، هغه د انګليسي ژبې روزنيز کورس د ښوونکي او د ورځپاڼو لپاره د اعلانونو د اخيستلو دندې په غاړه درلودې ، خو اوس دی په چين کې د راډيو او تلويزيون مشهور وياند ګرځېدلی. که څه هم د ده کارونه څو ځلې بدل شوي، خو له ټوکې تکالې سره د ده علاقه نه ده کمه شوې. په ٢٠٠٦ کال کې هغه وغوښتل چې د چين د ټوکې د مشهور لوبغاړي دينګ ګوانګ چوان شاګرد ګرځلی دی. د هنر د توپيرونو له امله، په لومړي وخت کې ښاغلي دينګ ګوانګ چوان د جو لي ان څخه ښه خاطره نه دلوده. ښاغلي دينګ وويل د ده څخه زما لومړی خاطره ښه نه وه. کله چې مې يو موضوع يادوله، هغه ډېرې خبرې کولې څو د چيني ژبې فصاحت وښيي. فکر مې کاوه چې دغه زده کوونکی د منلو وړ نه و. وروسته هغه د کار لپاره بېجينګ ته راغی او بيا يې له ما څخه دده د منلو غوښتنه وکړه، نو هغه ته مې اجازه ور کړه چې په ازمويښتي توګه له نورو زده کوونکيو سره زما درس واوري. ور پسې مې پيدا کړی چې د ده کيفيت ښه دی چې د کتاب لوستلو او زده کړې سره مينه لري او د پوهنې ساحه يې هم ډېره پراخه ده. په عين وخت کې هغه د زده کړې له لارې په چيني ژبې او چيني هنر د ده پوهېدنه هم ژوره شوې ده. ويل کېږی چې هغه زما له بهرنيو زده کوونکيو څخه يو ډېری غښتلی زده کوونکی دی.

اوس شپږ کاله تېر شوي او جو لي ان د ټوکې ټکالې يو ډېر ښه لوبغاړی ګرځېدلی او حتی يې له مشهورو هنرميندانو سره يو ځای نندارې کړې دي. هغه وايي د ټوکې زده کول نه يوازې خپله چيني ژبه ښه کولی شی، بلکې د چين د عنعنوي کلتور ځانګړی جذابيت يې هم ښه پيژندلی دی . ده وويل

له استاذ دينګ ګوانګ چوان څخه مې نه يوازې د ټوکې ويلو، بلکې د خپل رفتار په برخه کې ډېرې تجربې هم زده کړې چې په کتابونو کې پيدا نه کيږی، فکر کوم چې دا ډېره ارزښتناکه ده . زما په اند د چين په هنر او کلتور کې ډېر شيان د لوېديځانو لخوا د زده کړې وړ دي.

څو چې ټوکې ټکالې شته، نندارچيان هم شته. په دې وروستيو کلونو کې د ټوکې ټکالې په اړه يو شمېر هنري ډلې د ګړندي پرمختګ په حال کې دي، دوی د عنعنوي شکل پر بنسټ ځينی نوښتونه هم ترسره کړي دي. نن ورځ په تياتر کې د ټوکې ټکالې په نندارچيانو کې زياتره ځوانان دي. دوی اکثره د اوونۍ په پای تر کار وروسته له ملګرو سره يو ځای ټوکې ټکالې اوري. د نندارچيانو په زياتېدو سره، دغه عنعنوی هنر غوړېدلی دی. اوس به د مشهور لوبغاړي ګوه ده ګانګ لخوا ويل شوې ټوکې واورئ چې په چين کې ډېری مينوال لری.

د چين د دوديز هنر جذابيت د زياتېدو په عين وخت کې زيات کولتوري کمپنۍ هم پر وخت نړيوالو ته معرفی کوي .

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای