CRI Online

د چين د هنر او کلتور ځانګړی جذابيت ورځ په ورځ ښکارېږي(٢)

cri     (GMT+08:00) 2013-01-01 17:28:27

په دې وروستيو کلونو کې د فشن نندارې او هاليووډ فلمونو په شمول بهرنيو هنري نمايشونو کې چيني عوامل کله نا کله ليدل کېږی. په ګرده نړۍ کې د چين د مشهورې سندرغاړې سونګ ځو ينګ د شخصي کنسرټونو په جوړېدو سره د چين ولسي سندرې د ډېرو بهرنيانو لخوا منل او ستايل شوې دي. د چين بېلا بېل نمايش کوونکي شرکتونه هم په نورو هېوادونو او سيمو کې د چيني هنر او کلتور د اغېزې د پراخولو په غرض کوښښونه کوي. په بهر کې د چين د نمايشي شرکت د هنري تبادلې مرکز مرستيال وانګ شيو چن وويل

لس کاله مخکې، په بهر کې زموږ نندارې د بهرني شرکت په مرسته تر سره کېدې. څو کاله مخکې، څرنګه چې موږ کافي اقتصادي ځواک او تجربې تر لاسه کړې، نو اوس موږ کولی شو چې په مستقيمه توګه له بهرني نمايشي بازار سره خبرې وکړو او پخپله د نندارې ځای په کرايه ونيسو او اړوند تبغليمات ترسره کړو. ويل کېږی چې موږ د کلتوري توکيو د صادرولو حق بيرته تر لاسه کړی دی.

د ستيژي هنر، کنفوسيوس انسټيټوټونو او په بهر کې د هنري مرکزونو له لارې، د چين د اکروباتيک نندارې، کونګ فو،خطاطۍ، بيجينګ اوپرا او تای جي چوان په شمول دوديز هنرونه په بهرنيو ستيژونو کې ليږل کېږی. په بهر کې د چيني هنر او کلتور د خپرېدا شرکت د مطبوعاتي ادارې مشر وانګ هونګ بو وويل په دې وروستيو کلونو کې د چين هنري توکي د شمېر او کيفيت له لحاظه ډېری لوړ شوي دي. ده وويل

اوس شک نه شته چې زموږ د هنري توکيو پيمانه د پخوا په پرتله ډېره لويه شوې. ده . د بېلګې په توګه زموږ شرکت هر کال په بهر کې پنځه يا شپږ زره نندارې ترتيبوي او د نندارچيانو شمېر تقربيا لس مليونو ته رسيږي. خو مخکينی شمېر يې له دې نه کم و.

له ٢٠٠٤ کال تر ٢٠١٠ کال پورې دغه شرکت اتيا هېوادونو او سيمو ته د نندارې شپږ سوه او دېرش ډلې ليږلې او څه دپاسه دری دېرش زره نمايشونه يې کړي او د نندارچيانو شمېر يې له اويا مليونو څخه اوښتی دی. په دې جمله کې د سوداګريزو نمايشونو انډول له شپېته سلنې نه زيات و او ډېرې ګټې يې تر لاسه کړې دي. په دغو کلونو کې د هنري توکيو صادرات نړۍ ته د چين د ورپيژندلو يوه کړکۍ ګرځېدلې ده. په بهر کې د چين د نمايشي شرکت د هنري تبادلې مرکز مرستيال وانګ شيو چن وويل په دې وروستيو کلونو کې د چين د نړيوال مقام په لوړتيا سره، د چين په اړه أثار په بهر کې د ډېرې پاملرنې وړ ګرځېدلي دي، نو شرکت هم د هنري توکيو د ښه والي لپاره هڅه کوي. ده وويل

مخکې موږ په ساده توګه يوه هنري ډله ولېږله مثلا د دونګ فانګ په نامه د سندرې او نڅا ډله مو کوم يو هېواد ته ولېږله او فقط درې څلور نندارې مو ترسره کړې. تر ٢٠٠٥ کال وروسته مسلسل فعاليتونه ډېر زيات شوي. د چين د هنر او کلتور وزارت هر کال د پسرلي د دوديز اختر د لمانځنې لپاره بېلا بېلو هېوادونو ته د نندارې پلاوي ليږی. له دې پرته، زيات شمير هنري فيستيوالونه هم جوړېږي ، د مثال په توګه په وروستيو کلونو کې د استراليا، روسيې، سويس، ايټاليا او بلژيک په شمول هېوادونو کې د چين د دوديز کلتور په هکله فيستيوالونه جوړ شوي دي.

د کارپوهانو په اند، د چين پر هنري توکيو د بهرنيانو د پوهېدلو او منل کېدو لپاره موږ بايد د نړيوالو لخوا په منل شوي شکل چيني کيسې دوي ته ورکوو. د هنر او کلتور په اړه مشهور تبصره کوونکي تان فې دې ته اشاره وکړه چې په راتلونکی کې بهر ته د چيني کلتور د وتلو په بهير کې بايد پر ځان باور پياوړی او په نړيوال چاپېريال کې خپل ارزښت څرګند کړو. ده وويل

قومي ځانګړتيا نړيوال ارزښت لري، نو موږ بايد خپل خصوصيتونه وساتو او نه دا چې په پوره توګه د نورو هېوادونو کولتورونه تقليد وکړو.

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای