CRI Online

د اساسي ملي ګټو متقابل درناوی د نړيوال نظم ساتلو لپاره مخکنی شرط او مهم ضمانت دی

cri     (GMT+08:00) 2013-02-20 15:59:35

لږه موده مخکې د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي شي جين پينګ د خپلې وينا په ترڅ کې وويل ،چې چين به د سوله ييز پرمختګ پر لار ټينګار وکړي او اساسي ملي ګټې به په ټينګ هوډ وساتي. په نړۍ کې اوسېدونکو چينايانو د شي جين پينګ دې وينا ته تود غبرګون ښودلی او مثبته ارزونه يې کړې ده. په داسی حال کی چې په وروستيو کې د چين په شاخواوو کې ناارامتيا رامنځته شوې ، نوموړې وينا د ځينو قواوو لپاره سخت خبرداری بلل کيږي دغه راز هم د هغه هيواد لپاره چې زورواکۍ غوښتنه او د سړې جګړې فکر لري، اخطار هم دی.

چين تل د اساسي ملي ګټو د ساتلو په غرض د اصولي مسئلې په هکله ټينګ او نه بدلېدونکي هوډ لری. د دياو يو ټاپو مسئلې بېلګه د ديايو ټاپو د حاکميت ساتنه د چين د اساسي ملي ګټې ساتنه ده، دغه راز د دوهمې عمومي جګړې وروسته د نړيوال نظم ساتلو لپاره عادلانه عمل هم دی. چين د اسيا او نړۍ د سولې او پرمختګ ته په درنه سترګه ګوري او له دې امله د دياو يو ټاپو په مسئله کې زغم ساتي او د هېواد اقتصادي پرمختګ ته لومړيتوب ورکوي او د همغږې نړۍ لپاره کوښښونه کوي. خو د جاپان ښي لاس قوتونه د چين زغم کمزوری بولي او دا غلط نظر لري چې په ځينو حالاتو کې چين د خاورې حاکميت معامله کولای شي. شي جين پينګ په وينا کې دې ته اشاره وکړه چې هيڅ هېواد بايد دا پوچ خيال ونه لري چې موږ د خپلو اساسي ملي ګټو معامله کولی شو . دا څرګندونې د دياو يو ټاپو په مسئله کې د جاپان د ښي لاس قوتونو پوخ خيال بيخي ريزمريز کړی دی.

اوس چينايان په يو زړه د هيواد د ابادولو لپاره هڅه کوي، البته همغږۍ ، ثابت او بهرني چاپيريال ته اړتيا لري.په عين وخت کې چينايان تل همغږۍ او سولې ته تمه لری او له نورو هيوادونو سره د مساوات او متقابلو ګټو پربنسټ د دوستانه همکارۍ اړيکيو د ټينګښت هيله هم لري . خو د دغو هدفونو د ترسره کولو لپاره بنسټيز شرط دا دی چې د چين ملي اساسي ګټو ته زيان و نه رسول شي. که د هيواد بنسټيز نظام او امنيت تامين نه شي، حاکميت او د خاورې تماميت به له پرله پسې خطرونو سره مخامخ شي، نو اقتصادي ، ټولنيز ،کلتوري پرمختګ او سيمه ييزه او نړيواله سوله او ثبات به څنګه وساتل شي؟ که د ملي اساسي ګټو اغېزمن ضمانت نه وي، او يا دغه ګټې د نړيوال سياست او اقتصاد په ساحو کې د چنې وهلو شرط په توګه وکارول شي. نو هيواد څنګه قوي کېدای او د خلکو اعتماد ترلاسه کېدای شي؟

په اوسنۍ نړۍ کې اقتصاد د نړيوال کېدو او سياست د څو قطبيز کېدو په حال کې دی، هغه حالت چې نړۍ د څو لويو يا قوي هيوادونو لخوا کنترول کيږي، بدل شوې ده، تسلط غوښتنه او د سړې جګړې فکر د زياتو خلکو لپاره د منلو وړ نه دی، سوله ييز پرمختګ د نړيوال کلي د کليوالو ګډه هيله او غوښتنه ګرځېدلې ده. خو په ځينو سيمو او مسئلو کې سيمه ييزې شخړې کله کله رامنځته کېږي، خو د دغو حالاتو بنسټيز لامل دا دی چې ځيني هيوادونه يا قوتونه تل په بيلابيلو لارو چارو د نورو هيوادونو اساسي ګټو ته زيانونه رسوي . د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ وويل، چې نه يوازې چين بلکې نور هيوادونه هم غواړي د سوله ايز پرمختګ په لاره ټينګار وکړي. يوازې بيلابيل هيوادونه پر دې لاره ټينګار وکړي ، ګډه ترقي به ومومي.

په نړيوالو اړيکيو کې د ملي اساسي ګټو متقابل درناوی بايد د يو اصل په توګه وپيژندل شي او د نړيوال نظم ساتلو لپاره دې مخکني شرط او مهم ضمانت په توګه ومنل شي. د هيواد اساسي ګټې دې د اقتصادي او پوځي قوتونو او ډيپلوماتيکو تګلارو او لارو چارو په مټ په تېره بيا د ټول ملت د ټينګ هوډ او يووالي په وسيله وساتل شي. د ملي حاکميت او د خاورې تماميت د ساتلو او دسوله ييز پرمختګ پر لار ټينګار کولو په اړه په بهرنيو هيوادونو او د چين په دننه کې د چينايانو ټينګ هوډ او عزم د چين د ملي اساسي ګټو د ساتلو په غرض اساسي ضمانت دی.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای