د چين صدراعظم ون جيا باو د فبرورۍ په ٢٠ نېټه د دولتي شورا د يوې نوبتي غونډې مشري وکړه چې په کې د ځمکو او کورونو بازارونو د کنټرول کارونو په اړه څېړنې شوې. په غونډه کې ټاکل شوې چې بايد په ټينګه سره د احتکاري پانګو له لارې د کورونو د اخيستلو عمل مخه ونيول شي، په جدي توګه له يو څخه د زياتو کورونو اخيستلو باندې د بنديز تدبيرونه پلي شي او د شخصي استوګنځايونو د مالياتو اصلاحاتو ازمويښتي سيمې دې پراخې شي.
په ياده غونډه کې هم ټاکل شوې چې د کورونو بيو د ثبات ساتلو لپاره د اړوندو مقرراتو نظام بشپړ شي، د عادي کورونو د ځمکو برابرول د اړتياوو سره سم زيات شي او بازاري اداري کنټرول دې هم پياوړی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |