CRI Online

هر چينايي په منځني ډول دوه اعشاريه څلور شپيته بانکي کارډونه لري

cri     (GMT+08:00) 2013-02-21 15:12:41

د چين ولسي بانک د فبرورۍ په شلمه نېټه د ولسي بانک لخوا د تازه خپور شوي د دوه زره او دوولسم کال د پيسو ورکولو سيسټم د غوره کولو له راپوره څرګندېږي چې د دوه زره او دوولسم کال تر پای پورې په چين کې د بانکي کارډونو د نشر شمېر درېيو مليارډو پنځو سوو او څلور دېرشو مليونو ته رسيدلی چې د وړم کال د پای په مقايسه نولس اعشاريه اته سلنه زيات شوی. هر چينايي په منځني ډول دوه اعشاريه څلور شپېته بانکي کارډونه او صفر اعشاريه پنځه ويشت اعتبار کارډونه لري چې د وړم کال د همدې مودې په پرتله شل فيصده، نولس فيصده زيات شوي.

د بانکې کارډ له لارې لګښت په چټکه توګه زياتېږي. د دوه زره او دوولسم کال تر پای پورې، د اعتبار کارډونو په وسيله د لګښت عمومي ارزښت درې زره څلور سوه او نوي مليارډه يوانه دي چې د وړم کال د پای په نسبت اته سوه څلور اتيا مليارډه درې سوه او اوه دېرش مليونه يوانه زيات شوي.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای