CRI Online

په جنورۍ کې د چينايي تصديو د پرچون خرڅلاو ارزښت په ثابته توګه زيات شوی دی

cri     (GMT+08:00) 2013-02-21 15:14:36

د چين د سوداګريزو چارو وزارت نوبتي مطبوعاتي غونډه په ٢٠ مه نېټه ترسره شوه او پکې يې خبر ورکړ چې په جنورۍ کې د چين د کورنيو بارازونو د خرڅلاو ارزښت په ثابته توګه زيات شوی ، د ٣٠٠٠ مهمو پرچون ارزښت د تېر کال د دسمبر په پرتله ٤.٥٪ زيات شوی دی.

د خوراکونو ، جامو او د اړتيا وړ ډول ډول ورځنيو شيانو د خرڅلاو اندازه چټکه زياته شوې ده. د خوراکونو، مشروباتو، جامو نورو اړينو ورځنيو شيانو په برخو کې د ٣٠٠٠ مهمو برخو کې د پرچون خرڅلاو ارزښت په جلاجلا توګه د تېر دسمبر په پرتله ١١.٦٪، ١٢.٩٪، ٠.٤٪ او ١.٧٪ زيات شوی دی. د زرګرۍ،کورنو، مخابراتي سامانونو اړتياوې هم زياتې شوې دي. د زرګرۍ توليداتو د خرڅلاو ارزښت د تېر دسمبر په پرتله ١١.٧٪ زيات شوی دی، د کورنو او د سمعي، د مخابراتي سامانونو د خرڅلاو ارزښت په جلاجلا توګه د تېر دسمبر په پرلته ٢.٧٪ او ٦.٤٪ زيات شوی دی.(زرينه)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای