د چين د پوهنې مالکيت ادارې مرستيال ګان شاو نيګ په ٢١ مه نېټه په بېجينګ کې وويل، چې د ٢٠١٢ کال ترپايه پورې، د چين لخوا د پېژندل شويو انحصاري حقونو شمېر له يو مليون نه هم زيات شوی چې يو مليون يوسل يوولس زرو ته رسيدلی دی. دغه راز د تصديو تخنيکي اصلاحاتو ته لازيات اهميت ورکړل شوی دی. په ٢٠١٢ کال کې د چين په دننه کې د پېژندل شويو انحصاري حقونو شمېر په جمله کې تصدۍ ٥٤.٧٪ نيولې او د هغو تصديو شمېر چې تر يو سل زيات انحصاري حقونه لري، ٤٩ تنو ته رسيدلي دي.
نوموړي وويل، چې د چين د نوښت چارو او ابتکار توان لا هم بايد په پرله پسې توګه پياوړی شي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |