خبريال د فبرورۍ په يوويشتمه نېټه د چين د چاپيريال د ساتنې له وزارت نه خبر واخيست چې نوموړي وزارت او د چين د بيمې د منظمولو کميټې څو ورځې مخکې د چاپيريال د ککړتيا د مخنيوي د اجباري بيمې پاليسي د نمومې په ډول پلې کړه. اوس نوموړې پاليسي په لسګونو ولايتونو، خپلواکو سيمو او ښارونو کې پلې کيږي. په بيمه کې د ګډون کوونکيو شرکتونو شمير دوو زرو ته رسيدلی.
نوموړي وزارت او نوموړې کميټې څو ورځې مخکې په ګډه د چاپيريال د ککړتيا د اجباري بيمې پاليسۍ د غوره کولو وړانديزونه خپاره کړل، موخې يې په نوموړې بيمه کې د درنو فلزاتو او د نفتو په اړه شرکتونو د ګډون کولو په برخه کې لارښوونې کول دي.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |