CRI Online

چين به د ناروغيو د علاج په برخه کې د بزګرانو حقوقو د ساتلو په هکله نور تدبيرونه ونيسي.

cri     (GMT+08:00) 2013-02-22 16:04:59

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په کليوالو سيمو کې د درملنې د ډله ييزې همکارۍ نوی ډول اصلاح شوی نظام د چين د اته سوه مليونو بزګرانو لپاره د طبي ضمانت اساسي نظام دی. د چين د روغتيا او طب وزارت د فبرورۍ په يوويشتمه نېټه خبر ورکړ چې د دغه نظام د پياوړتيا سره سم، د بزګرانو پر غاړه باندې د درملنې لګښتونه ګام په ګام کمېږي. د چين د روغتيا او طب وزير چين جو په همدې ورځ په يوه غونډه کې وويل، چې سږ کال به د دغه نظام په چوکاټ کې د بزګرانو د بسري کېدو لګښتونو د بېرته ورکولو انډول به شپېته سلنې ته لوړ شي چې د بېرته ورکولو ډېره لوړه اندازه به له شپيته زره يوانو څخه اتيا زره يوانو ته زياته شي.

ياد شوی نظام چې له ٢٠٠٣ کال نه پيل شوی او تر ٢٠٠٨ کاله پورې بشپړ شوی دی، د حکومت، بزګرانو او کليوالو ډلو لخوا د همکارۍ پر بنسټ جوړ شوي صندوق د طبي لګښتونو په برخه کې بزګرانو ته د جبران ورکولو يو ډول نظام دی. د دغه نظام جوړېدا د ناروغيو د علاج په برخه کې د بزګرانو پر غاړه لګښتونه کم کړي دي.

وزير چين جو وويل، چې د دغه نظام د بشپړېدو سره سم، د هر کس پر سر د پيسو د لټولو اندازه د ٢٠٠٣ کال له دېرشو يوانو نه د ٢٠١٢ کال دری سوه يوانو ته لوړه شوې ده او د اړوندو پاليسو په چوکاټ کې د طبي لګښتونو د اجرا کېدو انډول ٧٥ سلنې ته لوړه شوی چې د پيسو بېرته ورکولو ډېره لوړه اندازه د چين د بزګرانو د منځني سوچه عايداتو اته برابره ته ورسېده او له شپېته زره يوانو څخه به ټيټ نه وي. ده وويل،

د ٢٠١٢ کال په لومړيو دريو ربعو کې څه باندې يو مليارډو او يو سل او پنځوس مليونه تنو بزګرانو د دغه نظام په رڼا کې ورڅخه مالي ګټې تر لاسه کړې دي. په روغتون کې د بسترې کېدو په عمومي لګښتونو کې د بزګرانو لخوا د لګول شوي لګښتونو انډول د ٢٠١١ کال له اته ويشت سلنې نه تر اوسه څليروست سلنې ته ټيټ شوی دی. د بزګرانو پر غاړه طبي لګښتونه ګام په ګام کم شوي دي.

د دغه نظام په چوکاټ کې د يوې ازموينې په توګه چيانګ شي ولايت له ٢٠١١ کال څخه په وړيا توګه د پښتورګي په يوريميا ناروغيو اخته ناروغانو ته هغه ډول خدمتونه ورکړي چې وينه يې تصفيې او پاکوالي ته اړتيا لري. د ګان شيان ولسوالۍ د نان تانګ مرکز روغتون ښاغلي ليو وويل، د يو ځل لګښت دری سوه او شل يوانه دی او په يوې اوونۍ کې بايد د دوه ځله لپاره دغه معاينات وکړي، نو په يو کال کې يو سل او څلور ځله دی. د دې سره سم، يو کال د کم شوی لګښتونه يې له دېرش زره يوانو څخه زيات شي چې له دې جملې څخه ٧٠ سلنه د دغه نظام سره سم اجرا، شل سلنه د ملکي چارو د څانګو لخوا وړاندې او لس سلنه د روغتون لخوابښل کېږي.

د معلوماتو له مخې، سږ کال به چين په پرله پسې توګه د دغه نظام په چوکاټ کې د پيسو د لټولو او د ضمانت سويه لوړه کړي. د دې ترڅنګ به حکومت لا زياتې پانګې په کې واچوي. د يو لړ تدبيرونو سره سم به د دغه نظام سره سم د بزګرانو لپاره د اجرا کېدو لوړه اندازه له اتيا زره يوانو څخه ټيټه نه شي او شخصي طبي لګښتونه به هم کم شي.

وزير چين جو وويل، چې حکومت به په مداومه توګه د سختو ناروغيو په مقابل کې د طبي ضمانت نظام بشپړ کړي او په بېلا بېلو ولايتونو کې به د ماشومانو د وينو سرطان په شمول د شل ډوله سختو ناروغيو علاج په کې شامل شي. نوموړي زياته کړه چې چين به په بېلا بېلو ځايونو کې د يو شمېر ځانګړو درملو د لګښتونو د اجرا کېدو کار پياوړی کړي، څو چې د ناروغانو پر غاړو فشارونه به ورسره کم شي. په عين وخت کې د دغه نظام په چوکاټ کې به له علاج نه وروسته د پيسې ورکولو په شمول يو لړ نوی خدمتي تدبيرونه به هم پلی شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای