د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د احصايي ادارې د تازه شمېرنې سره سم، په ٢٠١٢ کال کې د چين د کليوالو کارګرانو عمومي شمېر دوه سوه او دوه شپيته مليونه او شپږ سوه او لس زره تنو ته رسېده چې دغه شمېره د وړم کال په پرتله درې اعشاريه نهه سلنه زياته شوې ده.
د دغه راپور سره سم، په ٢٠١٢ کال کې په کليوالو سيمو کې د اوسيدونکو سوچه ګټې د وړم کال په پرتله ديارلس اعشاريه پنځه سلنه زياتې شوې او په ښارونو کې د اوسيدونکو عايدات د وړم کال په پرتله دوولس اعشاريه شپږ سلنه زيات شوي دي.
د دغه ادارې د مرستيال شي هونګ ګوانګ په اند، که څه هم د چين د اقتصاد د زياتوالي سرعت د پخوا په پرتله ورو شوی، خو کاري حالت يې ارام دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |