خبريال د چين د ښوونې له وزارته خبر واخيست چې په دوه زره او يوولسم کال کې د چين په لوېديزې سيمې کې د عالي ښوونې د پرمختګ لپاره اچول شوي پيسې ډېرې زياتې شوې،د زياتېدو انډول يې د هېواد د منځني اندازې په مقايسه لوړ و.
د ښوونې وزارت اړوند چارواکي وويل،هېواد له دوه زره او شپږم کال نه تر دوه زره او يوولسم کال پورې د هېواد په کچه د تعليمي اصلاح پروژو د ترسره کولو په برخه کې د سيمې د ښوونځيو د ملاتړ لپاره پنځه سوه او لس مليارډه يوانه ولګول. د عالي ښوونې د پرمختګ لپاره د سېمه ايز حکومت لخوا اچول شوي پيسې هم زياتې شوې دي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |