په ٢٥مه نېټه د چين د صنايعو او معلوماتو وزارت د خپرې شوې شمېرنې له مخې، د ٢٠١٣ کال د جنورۍ تر پايه پورې، په چين کې د ټلفون استعمالوونکو شمېر له يو مليارډه او څلور سوو مليونو تنو څخه اوښتنی دی چې د ټلفون استعمالوونکي يو مليارډه يو سل او شل مليونه تنه او د موبېل ټلفون کاروونکي دوه سوه او اتيا مليونه تنه دي، عمومي شمېر يې د چين له نفوسو څخه زيات دی.
چين په وروستو څو کلونو کې په کليو او ليری پرتو ځايونو کې د ټلفون د تعميم لپاره زياتې هڅې کړې چې د ٢٠١٣ کال د جنورۍ تر پايه پورې په کليو کې د ټلفون استعمالوونکو شمېر اته اتيا مليونو تنو ته رسيدلی دی.
بر سيره پر دې، په چين کې د ترې جي تکنالوژي د ګرځنده مخابرې د راتلونکی پرمختګ يو تمايل دی.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |