ژورناليست د فبرورۍ په شپږوېشتمه نېټه د دولتي شورا د ارګاني چارو له ادارې نه خبر واخيست چې په پروسږکال د چين مرکزي دولتي ارګانونو د انرژۍ او سرچينو د سپمولو کارونو په سالم ډول تر سره کړي.د ابتکاري شميرنې له مخې،په دغه کال کې د نوموړو ارګانونو د هر کارکونکي پر سر د برېښنا د لګښت اندازه د وړم کال په مقايسه څلور اعشاريه درې شپيته سلنه ټيټه شوه،د هر کارکونکي پر سر د اوبو د لګښت اندازه د وړم کال په نسبت څلور اعشاريه اوه اتيا فيصده ټيټه شوه.
د يادې ادارې په اړه د انرژۍ او سرچينو د سپمولو څانګې په همدې ورځ په بېجينګ کې د انرژۍ او سرچينو د سپمولو په برخه کې د نوموړو ارګانونو د ارزونې غونډه جوړه کړه.په غونډه کې دا ويل شوي چې که څه هم د هر کارکونکي پر سر د اوبو او برېښنا لګولو اندازې ټيټې شوې،خو د اوبو او برېښنا عمومي لګښت د وړم کال په پرتله زيات شو.د مرکزي دولتي ارګانونو د هر کارکونکي پر سر د برېښنا لګولو عمومي اندازه صفر اعشاريه درې شپيته سلنه زياته،د هر تن پر سر د اوبو لګښت اندازه صفر اعشاريه شپږ دېرش فيصده زياته شوه.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |