د چين د خلکو ورځپاڼې د فبرورۍ په ٢٦مه نېټه خبر ورکړ، د يورانيومو غني کولو سنتري فوګونه چې د چين د ذروي صنعت ګروپ له خيوا جوړ شوي، د چين په لان جو ښار کې په صنعتي برخه کې کارول شوي دي. له دې څخه څرګنديږي چې چين په پوره توګه د سنتري فوګونو په وسيله د يورانيومو غني کولو تکنالوژي خپله کړېده او دا په چين کې د اټومي تخنيک له لارې د برېښنا توليدولو لپاره ستراتيژيکي ارزښت لري.
د يورانيومو غني کولو د سنتري فوګونو تېکنالوژي د ذروي سوند موادو د توليدولو کليدي برخه ده. اوس په نړۍ کې د روسيې، جرمني او امريکا په ګډون لسګونه هېوادونه سنتري فوګونه جوړولی شی، خو يوازې دوې تصدۍ د سنتري فوګونوتکنالوژي په صنعتي چارو کې کاروي . (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |