CRI Online

چين په نړۍ کې د زراعتي ماشينونو تر ټولو لوی جوړونکی هېواد دی

cri     (GMT+08:00) 2013-02-27 09:49:20

د چين د کرنې د وزير مرستيال جانګ تاو لين د فبرورۍ په شپږوېشتمه نېټه په هانګ جيو ښار په کاري غونډه کې وويل،پروسږکال د چين د زراعتي ماشين توليدولو صنايعو عمومي توليدي ارزښت درېيو سوو او اته دېرشو مليارډو او دوو سوو مليونو يوانو ته رسيدلی.دغه راز چين په نړۍ کې د کرنيزو ماشينونو تر ټولو لوی جوړونکی هېواد دی.

په تيرو شويو شپږو کلونو کې،نوموړی ارزښت هر کال شل فيصده زيات شو.د شميرنې له مخې،پروسږکال د چين د تراکټورونو او ريبلو ماشينو توليدي اندازه په جلا جلا توګه له دوو مليونو او يو مليون هم اوښتې ده.

جانګ تاو لين وويل،په راتلونکې يوه موده کې به نورو چارو ته د کليو د کاري ځواک د انتقال سرعت چټک وی.زراعتي ماشينونو ته د بزګرانو اړتياوې به هم ورځ په ورځ زياتېږي. دغه راز په کرنه کې د ماشينونو د کارولو او د کرنيز ماشين توليدولو چارو د چټک پرمختګ ښکلۍ موده به راشی.

ژباړونکې:شکريه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای