د چين د کمونست ګوند د اتلسم ملي ولسي کانګرس دوهمه دوره عمومي غونډه د روانې مياشتې له ٢٦ مې نېټې څخه تر ٢٨مې نېټې پورې په بېجينګ کې تر سره شوه. د کمونست ګوند عمومي منشي شي جن پينګ په دې غونډه کې مهمه وينا وکړه.
په دې غونډه کې د چين د دولتي ارګانونو د مشرانو د نوماندانو نوم ليست او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د مشرانو د نوماندانو نوم ليست چې په جلا توګه به د دوولسم ملي ولسي کانګرس لومړې غونډې او د دوولسم ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لومړې غونډې ته وړاندې شي، تصويب شوی. پر دې سربيره، په دې غونډه کې د دولتي شورا د اصلاحاتو او د کارونو بدلولو لايحه هم تصويب شوې ده.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |