د چين د کمونېست ګوند د اتلسمې دورې مرکزي کميټې دوهمه عمومي غونډه د فبرورۍ د ٢٦ نېټې څخه تر ٢٨ نېټې پورې په بېجينګ کې ترسره شوه چې په کې د دولتي ارګانونو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لپاره د مشرانو د نوماندۍ نوملړ تصويب شوی او پرېکړه يې وکړه چې د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړۍ غونډې رئيسه پلاوي ته د نوموړی نوملړ وړاندې شي.
په ياده غونډه کې د دولتي شورا د ارګانونو اصلاحاتو او د کاري دندو د بدلولو لايحه هم تصويبه شوې او دولتي شورا ته وړانديز شوی چې د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې ته نوموړې لايحه وړاندې کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |