CRI Online

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې يوه ډيموکراتيکه مشورتي غونډه تر سره شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-01 09:30:20

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فبرورۍ د ٢٨مې نېټې په سهار د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې يوه ډيموکراتيکه مشورتي غونډه ترسره کړه چې پکې يې دېموکراتيکو ګوندونو، د صنعتي او تجارتي ملي ټولنې او غيرګوندي ټولنو استازيو ته د دولتي شورا اصلاحات، د چين د دولتي ارګانونو د مشرانو د نوماندانو نوم ليست او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د مشرانو د نوماندانو نوم ليست چې په جلا توګه به د دوولسم ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې او د دوولسم ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لومړۍ غونډې ته وړاندې شي، اعلان وکړ او د دوی نظريې او وړانديزونه يې واورېدل.

د چين د کمونېست ګوند مرکزي کميټې عمومي منشي شي جين پينګ د دې غونډې مشري وکړه او په خپله وينا کې يې پر دې ټينګار وکړ چې د نوې دورې حکومتي ارګانونو او د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس ملي کميټې لوړ پوړو چارواکي ترتيب د دوو ملي جرګو لومړی مهم کار دی او د شتمنې ټولنې له ابادولو سره نژدې اړيکي لري. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای