په ژنيو کې د م م په دفتر کې د چين دايمي استازي ليو جن مين د فبرورۍ په ٢٨ نېټه وويل، د بشري حقونو د نړيوالو چارو د سالم پرمختګ لپاره بېلا بېل هېوادونه بايد د متقابل باور او اعتبار پر بنسټ د همکارۍ پر روحيې ټينګار وکړي.
ليو جن مين د همدې ورځې له غرمې وروسته د م م د بشري حقوقو شورا د ٢٢مې دورې عمومي غونډې په عادي بحث کې وويل، اوس نړۍ د ژور بدلون په حال کې ده. هغه پر دې ټينګار وکړ چې دا د چين حکومت يو مهم اصل دی چې د بشري حقونو درناوی او ضمانت کوي. چين به په پر له پسې توګه د بشري چارو د پرمختګ او د خلکو ژوند د ښه والي لپاره يې کوښښ کړی دی.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |