د چين د ټولنيز علمي اکاډمۍ د فبرورۍ په اته وېشتمه نېټه د دوه زره او ديارلسم کال د نړۍ د نوښت د سيالۍ ځواک يو ژيړ کتاب خپور کړ. له دغه کتابه دا څرګندېږي چې د يوويشتمې پېړۍ په لومړيو لسو کلونو کې، د امريکا، جاپان، ناروې د سيالۍ ځواک په نړۍ کې لومړی، دوهم او درېيم مقامونه ونيول. چين څوارلسم مقام ونيوه.
له دوه زره او لومړي کال څخه تر دوه زره او لسم کال پورې، د نړۍ د نوښت د سيالۍ ځواک منځنۍ سويه د لوړېدو په بهير کې وه. لامل يې دا و چې د نوښت شرايط ښه شويدي. په دغه ژېړ کتاب کې د تخنيک، اقتصاد او روزنې په برخو کې د بېلو بېلو هېوادونو د حالاتو سره سم دا کښل شوي چې امريکا، جاپان، ناروې، فنلند، سويډن،سويس، المان، ډنمارک، لوکزامبورګ او فرانسه په نړۍ کې تر نورو هېوادونو د نوښت د سيالۍ لا غټ ځواک لري.
ژباړونکې:شکريه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |