د چين د ماليې وزارت د فبرورۍ په ٢٨ نېټه د يو لړ شمېرو په خپرولو سره وويل: په ٢٠١٢ کال کې دغه وزارت د کولتوري او سپورټي چارو د ملاتړ لپاره ٤٩ مليارډ ٤٦٨ مليونه يوانه لګولي چې د وړم کال په پرتله دا اندازه ١٨ اعشاريه ٩ سلنه زياته شوې ده.
د خبر له مخې، د مرکزي ارګانونو لپاره مالي تاديات ١٩ مليارډ ٣٥٦ مليونه يوانو ته رسېدلي او سيمو ته د سپارلو مالي تاديات ٣٠ مليارډ ١١٢ مليونه يوانو ته رسېدلي دي چې له لارې يې د ١٨٠٤ موزيمونو او څه د پاسه ٤٠ زره کتابتونونو په ګډون د خير ښېګڼې کولتوري تاسيسات به په وړيا توګه پرانيستل کېږي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |