د سين هوا اژانس د خبر له مخې: د چين د بانکونو د ادارې کميټې د مارچ په لومړۍ نېټه د شمېرنې په خپرولو سره وويل، په ٢٠١٢ کال کې د سوداګريزو بانکونو کټې ١٢٤٠ مليارډ يوانو ته رسېدلې دي چې د ٢٠١١ کال په پرتله ١٨ اعشاريه ٩ سلنې زياتې شوې دي.
له شمېرنې سره سم د ٢٠١٢ کال د دسمبر تر پايه پورې په دننه او بهر کې د چين د بانکي چارو پولي سازمانونو د يوانو او بهرنيو پيسو عمومي اندازه١٣٣٦زره مليارډ يوانو ته رسېدلې چې د ٢٠١١ کال په پرتله ١٧ اعشاريه ٩ سلنه زياتې شوې دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |