CRI Online

د چين دولتي شورا د ارګانونو اصلاحات به پيل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-01 16:28:55

د چين د کمونېست ګوند د فبرورۍ په اته ويشتمه نېټه د اتلسم ملي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې اعلاميه خپره کړه. په اعلاميه کې ويل شوي چې په دغه غونډه کې د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د دندو د بدلون په هکله لايحه تصويب شوې او دولتي شورا ته وړانديز کړی چې دغه لايحه د مارچ مياشتې په پنځمه نېټه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې ته وړاندې کړي.

د چين د کمونېست ګوند د اتلسم ملي کانګرس د دوهمې عمومي غونډې په اعلاميه کې څرګنده شوې چې بايد د دندو د بدلون په اصل په پر له پسې توګه ځينی حکومتي څانګې او ادارې واکونه کم ، د ارګانونو د اصلاحاتو ګامونه چټک، اړوند نظامونه بشپړ او د ادارې موثريت او توان لوړ شي، څو چې د لويو ارګانونو نظام د اصلاح ګامونه په سالمه توګه پورته شي. دا د ١٩٨٢ کال راهيسې په چين کې د حکومتي ارګانونو اووم اصلاحات دي.

د ادارې ملي پوهنځي د عامې ادارې څيړنيزې څانګې پروفيسر جو لي جيا په دې نظر دی چې کېدونکي اصلاحات د ٢٠٠٨ کال د اصلاحاتو پر بنسټ لږ بشپړوالی دی او مهم ټکی يې د حکومتي دندو بدلون دی، تر څو د خلکو ژوند د ښه والي، د ټولنې د ادارې او د عامو خدمتونو څانګو د ابادۍ په برخو کې د لويو ارګانونو نظام مثبت رول ځواکمن شي. هغه وويل،

(( د ٢٠٠٨ کال په اصلاحاتو کې ستر برياليتوبونه تر لاسه شوي او د حکومتي ارګانونو هغه ډول نظام جوړ شوی و چې په بنسټيزه توګه له سوسياليستي بازاري اقتصاد او ټولنيز انکشاف سره يې سمون درلود، خو ځينې مسئلې هم پاتې وې ، د بېلګې په توګه د ارګانونو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ مسئله او په يو ارګان کې د بېلا بېلو څانګو ترمنځ د اړيکو مسئله. نو په دغه ځل اصلاحاتو کې به ګام په ګام يادې مسئلې حل شي، تر څو چې په رښتينې توګه يو هغه ډول حکومت جوړ شي چې د بازارونو د څارولو، د ټولنې د اداره کولو او د عامو خلکو لپاره د خدمت کولو دندې په ښه توګه پر غاړه واخلي. ))

د دولتي شورا د ارګانونو د اصلاحاتو او د دندو د بدلون په هکله د تصوب شوې لايحې څخه څرګنديږي چې د حکومت له دندو څخه د کوچنيو چارو اداره، د پانګونې او توليد په هکله لاسوهنه به کمه شي، د دې ترڅنګ عمومي کنټرول، د اصلي نظامونو جوړونه او د قوانينو سره سم اداره به پياوړې شي. پروفيسر جو لي جيا په دې هکله وويل،

(( مرکزي حکومت به د ځينو چارو واکونه ځايي حکومتونو ته ورتسليم کړي. اوس زموږ ټولنيز سازمانونه او ډلې د دندو د پر غاړه اخيستلو توان کمزور دی، نو بايد د ټولنيزو سازمانونو روزل او ابادول تر سره شي. ))

د ٢٠٠٨ کال په اصلاحاتو کې د پنځلسو ارګانونو تعديلات راوستل، د صنعتي او معلوماتي کيدو، ټرافيک او حمل و نقل، انساني سرچينو او ټولنيز تضمين، د چاپيريال ساتنې، کورونو او د ښارونو او کليو ابادۍ په ګډون پنځه نوي وزارتونه جوړ شوي. په کېدونکو اصلاحاتو کې د توجه وړه مسئله ده چې د خوراکونو امنيت په اړه د وزرات په کچه څارونکی ارګان به جوړ شي که نه. د پروفيسر جو لي جيا په نظر د ارګانونو شمېر مهم نه دی، مهم ټکی د دندو روښانه ټاکل او اغيزمنه اړونده څارنه او د فساد مخنيوی دی.

(( د لويو ارګانونو نظام اصلاح بايد يو روښانه نظام کړي چې د تګلارو جوړونکې څانګې، حکومتي اجرائيوي څانګې او د تګلارو څارونکې څانګې تاييدې شي. اوسمهال زياتې څانګې پخپله د تګلارو جوړوونکي، تر سره کوونکي او څارونکي هم دي، دغه راز د پېښو له رامنځته کيدو وروسته به مسئوليت يو پر بل غورځوي. ))

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای