د سين هوا اژانس د خبر له مخې:د مارچ په دوهمه نېټه ماښام د چين د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې د لومړنې غونډې په اړه خبري ناسته په بېجينګ کې تر سره شوه. وياند لو شين هوا وويل د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډه به د مارچ د ٣ نېټې تر غرمې وروسته په ٣ بجو د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شي او د روانې مياشتې په ١٢ نېټه سهار پای ته ورسېږي.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |