د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دوولسمی دورې کميټې لومړې غونډې د مارچ په درېيمه نېټه له غرمی وروسته په دريو بجو د بيجينګ د خلکو په لوی تالار کې پرانيستل شوه.
په هغه وخت کې د چين نړيوالې راډيو په چينی ژبی او انګليسی ژبی مستقيمې خپرونې تر سره کړې او د سی ار ای online د چينی ژبی ويبپاڼې، د انګليسی ژبی ويبپاڼې، د چينی ژبی د راډيويی ويبپاڼې له لارې د دغې غونډې پرانيستلو حالت خپور کړ.
په دغه غونډه کې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د دايمی کميسيون د کاری راپور او د وړانديزونو د کاری حالت په هکله راپورونه واوريدل او څارنې وشوې، د دوولسمی دورې د ملی ولسی کانګرنس په لومړې غونډې کې د ګډون کوونکو نوملړ وړاندی شو، د حکومت کاری راپور او نور اړوند راپورونه واوريدل او په دې هکله بحثونه تر سره شول، د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دوولسمی دورې د ملی کميټې رئيس، د رئيس مرستيال، سرمنشی او دايمی غړي انتخاب شول.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |