CRI Online

د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-03 16:43:41

د چين لومړی سياسی مشورتی څانګې يعنی د چين د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې کلنی غونډه د مارچ په درېيمه نېټه له غمی وروسته په بيجينګ کې پرانيستل شوه. دا د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د دوولسمی دورې کميټې د راتلونکو پنځو کلونو په ماموريت کې لومړې غونډه ده چې هو جين تاو، شي جين پينګ او نورو مشرانو د غونډې په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.

د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د يوولسمی ملی کميټې رئيس جيا چينګ لين د دغې کميټې په استازيتوب غونډې ته په پخوانيو پنځو کلونو کې د کارونو په هکله راپور وړاندی کړ. جيا چينګ لين وويل په پخوانيو کلونو کې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس تل د اقتصادی أبادی په مرکزيت د ستراتيژيکو نويو سمسور شويو صنعتی چارو پرمختيا، د ښارونو او علاقه داری کيدو او د نويو کليو جوړولو او د سمندری ستراتيژو عملی کولو په شمول وړانديزونه وکړل چې د دوولسم کلن پلان او اړوندو ځانګړو پلانونو کې شامل و. برسيره پر دې د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس هم د خلکو د علاقه وړ، مستقيمو او له واقعی ګټو سره سمون لرونکو مسئلو په هکله څارنې کړې، د اجباری ښوونې د برابرې پرمختيا، په ښارونو او کليو کې د ګمارنې چارو ترتيبات، د نوی شکل په کليو کې د مستمری بيمی پرمخبيولو، د دولتی روغتونونو د اصلاحاتو ازمويښتو ځايونو جوړولو په شمول پيشنهادونه وړاندی کړل چې د خلکو د ژوند ښه والی چارو هڅونه وکړه.

د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د نوی ملی کميټې د کارونو په هکله جيا چينګ لين وړانديز وکړ چې بايد د خلکو ګټو ته لومړيتوب ورکړي شي او د ملی کميټې غړي بايد هميشه د خلکو د ريښتنی حالت په هکله مالومات وګټي او له خلکو څخه هوښيارتيا تر لاسه کړي او په پرله پسی ډول په سياسی چارو کې د وړانديزونو کيفيت لوړ کړي. د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس بايد د سوسياليزم د سلامشورو د ديموکراتيکی ميکانيزم بشپړتيا وهڅوي، د پريکړه کولو په اجندا کې دی د دغې کميټې د سلامشورو د شامليدو چارې عملی کړي، د پريکړه کولو مخکې او په ترڅ کې دی پر سلامشورو ټينګار وکړي او په پراخه، څو کچې او منظمه توګه د ديموکراتيکو سلامشورو پرمخبوزي.

په همدې ورځ د نوې دورې ملی کميټې څه دپاسه دوه زره او دوه سوه غيو په خپلو دندو پيل وکړ.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای