CRI Online

د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې نوبتي غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-03 17:47:29
د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې نوبتي غونډه پرانيستل شوه

ګرانو دوستانو! السلام عليکم! د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې لومړی غونډه د روانې مياشتې په ٣ نېټه په بيجينګ کې پرانيستل شوه. دغه غونډه د دغې دورې ملي کميټې لومړی غونډه ده چې په راتلونکو نهو ورځو کې به څه دپاسه دوه زره دوه سوه غړي د ملي کميټې نوی رئيس او مرستيالان وټاکي او د چين د سياست ، اقتصاد او ټولنې په برخو کې به د يو لړ مهمو مسئلو په اړه مشورې او وړانديزونه وکړي.

ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د چين د دېموکراسۍ يو مهم جنل دی چې هر کال به وګړي مرکزي حکومت ته خپل ډير نظرونه او پېشنيهادونه وړاندی کړي. د ملي کميټې غړي وانګ ای جيان د خپل وړانديز په اړه وويل:

(لومړی اواز)

د شخصي اقتصاد پرمختګ د چين د اقتصادي بدلون په موده کې يو مهم ګام دی. د نړېوال پولي بحران له رامنځته کېدو وروسته د شخصي اقتصاد پرمختګ له ځينو ستونزو سره مخامخ شوی. نو په راتلونکی کې به شخصي اقتصاد بايد وهڅول شي او لازيات رول به ولوبوي چې د کارګرو اتيا سلنه په شخصي تصديو کې کار کوي.

په همدې ورځ د چين د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د يوولسمې دورې ملي کميټې رئيس جيا چينګ لين د تيرې دورې ملي کميټې په استازيتوب کاري راپور وړاندی کړی او ويی ويل:

(دوهم اواز)

په تيرو پنځو کلونو کې مو علمي پرمختګ ته لومړی توب ورکړی ، د اقتصادي ابادۍ په مرکز مو د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ په ترڅ کې د بېلابېلو مسئلو په اړه د ملي کميټې د دايمي شورا د غړيو په ګډون يوولس غونډې جوړې کړې او ٥٠٩ پلټنې مو ترسره کړې دي چې يو لړ مهم او ارزښتناک وړانديزونه مو وړاندی کړي دي.

د تيرو پنځو کلونو کې د تجربو د راغونډولو په ترڅ کې جيا چينګ لين پر دې ټينګار کړی دی چې بايد د خلکو اساسي ګټو ته لومړی توب ورکړی شی.

(درېيم اواز)

موږ بايد د عامو وګړو اساسي ګټو ته لومړی توب ورکړو او کله کله فکر وکړو چې وګړي څه ته اړتياوې لري؟ سياسي مشورتي کنفرانس د وګړو لپاره څه کار کولی شی او موږ څه کار کړی دی؟ موږ بايد له وګړو څخه زده کړه وکړو چې د سياسي وړانديزونو کيفيت لوړ شي.

د جيانګ سو ولايت د څارنې رياست مرستيال هونګ هوي مين د مشورتي کنفرانس د ملي کميټې نوی غړی او د چين له اتو دېموکراتيکو ګوندونو څخه د دېموکراتيک هېواد د ابادۍ ګوند غړی هم دی. هغه د خپل وړانديز په اړه داسی وويل:

(څلورم اواز)

زما په اند د کورونو ابتدايی پلورنې بايد لغوه شي. دغه کار کور اخيستونکو لپاره مساوي نه دی او پټ خطرونه هم لري. اوس د چين د کورونو د معاملې بازار پوخ شوی نو دغه غيرمساوي سيستم بايد لغوه شي.

د سياسي مشورتي کنفرانس د دوولسمې دورې ملي کميټې له ټولو غړيو څخه نوي غړي ١٠٨٠ تنه دي چې نژدی نيمه برخه نيسي. دوی به په راتلونکو نهو ورځو کې د چيني وګړو په ژوند کې د يو لړ مهمو مسئلو په اړه مشورې وکړي او د مشورتي کنفرانس د ملي کميټې نوی مشرتابه هم وټاکي. جيا چينګ لين په دې اړه ټينګار وکړ چې بايد د سوسياليستي سياسي مشورتي ميکانيزم نورهم بشپړ شي. هغه هم وړانديز کړی چې دغه ملي کميټه په راتلونکو کارونو کې د هانګ کانګ مکاو او تايوان له وطنوالو او په بهر کې له اوسيدونکو چينايانو سره اړيکې نورهم نژدی کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای