CRI Online

بهرنيان د چين د اقتصادي پرمختګ لوړه ارزونه کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-04 10:21:43

د چين د دوولسمې دورې ولسي سياسي مشورتي کنفرانس لومړۍ غونډه او د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه په جلا جلا توګه په دې وروستيو کې په بېجينګ کې پرانيستل شوه. بهرنيو کارپوهانو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې چين د تېرو څو کلونو راهيسې پر اصلاحاتو او ورخلاصون ټينګار او په اقتصادي او ټولنيز پرمختګ کې يې ستر برياليتوبونه تر لاسه کړي، د چين راتلونکی ښکلۍ ده .

د روسيې د علومو اکاډمۍ څيړونکي بېلګېر وويل، په تېرو پنځو کلونو کې چين په بريالۍ توګه د نړيوال پولي بحران مخه ونيوله او د نړۍ دوهمه لويه اقتصادي ډله ګرځېدلې ده. چين د فضانوردۍ په برخه کې عالي تکنالوژی خپله کړې ده. د دې تر څنګ د چين د خلکو ژوند هم ښه شوی دی.

د قزاقستان د ستراتيژۍ څيړنيز مرکز په اړه د چين مسئلې کارپوه لوسلان ايزموف وويل، هغه باور لري چې د چين په دوو لويو جرګو کې د ټولنيزې ابادۍ په اړه لا اغيزمنې او بشپړې تګلارې او تدبيرونه وړاندې شي، د نويو دولتي مشرانو تر مشرۍ لاندې به چين لا نور ستر برياليتوبونه وګټي. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای