د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د ملي ولسي کانګرس يوولسمې دورې دايمي کميټې د مارچ په ٤مه نېټه ٩٨مه غونډه ترسره کړه. د دايمي کميټې مشر وو بانګ ګو د دې غونډې مشري وکړه.
په ياده غونډه کې د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د سرمشريزې ډلې او سرمنشي نوملړ لايحې د څيړولو په هکله رپورټ واورېدل شو او پريکړه وشوه چې د نوملړ لايحه د ملي ولسي کانګرس دوولسمې دورې دايمي کميټې لومړۍ غونډې تدارکاتي ناستې ته وړاندې شي.
(ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |