CRI Online

د چين د دوولسمې دورې  ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ په ٥مه نېټه پرانيستل شي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-04 14:39:10

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې وياندې فو ينګ د مارچ په ٤مه نېټه وويل، نوموړې غونډه به د مارچ په ٥مه نېټه سهار پرانيستل شي او د مارچ په ١٧مه نېټه سهار به پای ته ورسيږي.

مېرمنې فو وويل، چې په دغه غونډه کې به د دولتي ارګانونو نوي مشران وټاکل شي، نو دغه غونډه د چين لپاره مهم ارزښت لري.

هغې معلومات ورکړل چې د ١٧مې نېټې په سهار د غونډې له پای ته رسيدو وروسته به د چين نوی صدراعظم د نوي مرسيتال په ملتيا په يوه خبري ناسته کې له چيني او بهرنيو خبريالاتو سره خبرې وکړي او د دوی پوښتنو ته به ځواکونه ورکړي.

مېرمنې فو څرګنده کړه چې په ٤مه نېټه سهار د نوموړې غونډې تدارکاتي ناسته ترسره شوه چې پکې د غونډې رئيسه ډله انتخاب شوې چې له ١٧٨تنو څخه جوړه شوې او سرمنشي يې ښاغلی لي جيان ګوه دی.(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای