د چين د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې مقدماتي غونډه په څلورمه نېټه سهار د بېجينګ په لوی ولسي تالار کې ترسره شوه. په دغه غونډه کې د ملي ولسي کانګرس برخوالو استازيو د رايې ورکونې له لارې د لومړۍ غونډې د رئيسانو پلاوی او سرمنشي ټاکلي او د لومړۍ غونډې اجنډا يې تصويب کړه.
د ملي ولسي کانګرس د يوولسمې دورې دايمي کميڼې مشر وو بانګ ګو د غونډې مشري وکړه او اعلان يې وکړ چې د وولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه پيل شي او د غونډې د بېلا بېلو تياريانو کارونه بشپړ شوي دي.
د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د استازيو شمېر ٢٩٨٧ دی. د مارچ تر درېيمې نېټې پوری د غونډې په دارالانشاء کې د ثبت شويو استازيو شمېر ٢٩٧٥ ته رسيدلی.
د ملي ولسي کانګرس د تنظيموونکی قانون او د ملي ولسي کانګرس د اجنډا د اصولو له مخې د رئيسه پلاوی د ملي ولسي کانګرس غونډې مشري کوي. د مقدماتي غونډې د انتخاباتو له لارې رامنځته شوي پلاوي د بېلا بېلو خواوو د استازيو په شمول ١٧٨تنه لري.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |