CRI Online

نړيوال د چين دوو لويوجرګو ته پاملرنه کوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-04 14:32:01

روان کال د چين په دوو لويو جرګو کې به د نوی دوری مشرتابه ډله انتخابه شي. چين په نړۍ کې د دويم لوی اقتصاد په توګه د نړۍ د پاملرنې وړ ګرځيدلی دی. نسبتأ د نړۍ ټولې عمده خبري رسني د چين دوو لويو جرګو ته پام اړوي.

ريوتير دې ته اشاره وکړه:چې د چين د دولتی شورا اورګاني اصلاحات،له فساد سره مبارزه او د چاپيريال ککړتيا شايد د بحث وړ تاوده ټکي وي. بی بی سی په ځانګړی توګه د دولتی شورا اورګاني اصلاحاتو ته پاملرنه کوي او د تبصرې په خپرولو سره يې وويل دا به د ٢٠٠٨ کال راهيسی د چين د دولتی شورا لومړی لوي اصلاحات وي.

د ای اپي خبري اژانس خبر ورکړ: د چين د نوې دورې مشران به په دوو لويو جرګيو کې له سمسورتيا، شتمنۍ او عدالت څخه د ډکې ټولنې د جوړولو لپاره عظيم پلان جوړ کړي.

د نيويارک ټايمز ورځپاڼې خبر ورکړ چې د لس ګونو کلونو د چټکې پرمختيا سره سره چين له زياتو ننګونو سره مخامخ دی. د چين نوی مشران به څنګه دغه ننګونه حل کړي چې دا به نه يوازی په يوويشتمې پيړۍ کې د چين د پرمختيا لوری وټاکي او پر نړۍ باندی به فيصله کېدونکې اغيزه هم واچوی.

ژباړونکې:ډيوه

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای