د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د دوشنبې سهار په يوولسو بجو لومړۍ مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. د کانګرس وياندې فو ينګ خبريالانو ته د غونډې د اجنډا او کارونو په هکله معلومات ورکړل او د استازيو د جوړښت، ډيپلوماتيکي تګلارې، له فساد سره د مبارزې او د ځايي حکومتونو د پورونو د ادارې او څارنې په هکله چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.
د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه پيل شي، نژدې درې زره استازي به پکې ګډون وکړي. تر اوسه د غونډې بېلا بېل تدارکاتي کارونه چمتو او ټول برخه وال استازي په بېجينګ کې راغونډ شوي دي. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |