د چين د ملي ولسي کانګرس استازيو او د چين د کمونېست ګوند د مرکزی کميټې د سياسي بيورو دايمي غړي جانګ ده جيانګ د مارچ په څلورمه نېټه د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د رئيسانو پلاويو په لومړۍ غونډه کې د پلاوي دايمي رئيس په توګه ونومول شو.
د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په مقدماتي غونډه کې د انتخاباتو له لارې ټاکل شوی د رئيسانو پلاوی په څلورمه نېټه سهار د خلکو په لوی تالار کې لومړۍ غونډه ترسره کړه.
د ملي ولسي کانګرس د اجنډا د اصولو له مخې په غونډه کې لومړی د ملي ولسي کانګرس د يوولسمې دورې کميټې د مشر وو بانګ ګو تر مشرۍ لاندې د رئيسانو پلاوی دايمي رئيس په توګه ونومول شو. د پلاوي د رئيسانو د دايمي رئيس د نوماند له ټاکلو وروسته د رئيسانو پلاوي په غونډه کې د جانګ ده جيانګ تر مشرۍ لاندې د رايې ورکونې له لارې د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې اجنډا تصويب شوه.
د رايې ورکونې له لارې د دوولسې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې د سندونو رايې ورکونې لارې ټاکل شوي، پريکړه شوې چې د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د لومړۍ غونډې په ترڅ کې د انتخاباتو او ټاکنې لارو چارو لايحه، د دوولسمې دورې د ملي ولسي کانګرس د ځانګړي کمېسيون د جوړولو، د غړيو منشي، د منشي مرستيال او د غړيو د ټاکنې او رايې ورکونې لارو چارو لايحه د څارنې لپاره د استازيو بېلا بېلو پلاويو ته وړاندې شي.
ژباړونکې:ډيوه
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |