CRI Online

د چين ددوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس  لومړی غونډې لومړنی خبري ناسته تر سره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2013-03-04 16:28:36

د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د دوشنبې سهار په يوولسو بجو لومړۍ مطبوعاتي غونډه جوړه کړه. د کانګرس نوې وياندې فو ينګ خبريالانو ته د غونډې د اجنډا او کارونو په هکله معلومات ورکړل او د استازيو د جوړښت، ډيپلوماتيکي تګلارې، له فساد سره د مبارزې او د ځايي حکومتونو د پورونو د ادارې او څارنې په هکله چيني او بهرنيو خبريالانو پوښتنو ته يې ځوابونه ورکړل.

نوموړې وويل، چې د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه به د مارچ په پنځمه نېټه پيل شي او د مارچ په اوولسمه نېټه پای ته ورسېږي چې په ترڅ کې به شپاړس اجنډاوی پلی شي. څرنګه چې په دغه غونډه کې به د چين د دولتي مشرانو تبادل شي، نو د چين لپاره يې ډېر مهم ارزښت لري. نژدې درې زره استازي به پکې ګډون وکړي. تر اوسه د غونډې بېلا بېل تدارکاتي کارونه چمتو او ټول برخه وال استازي په بېجينګ کې راغونډ شوي دي.

د چين د ملي دفاع د بودجې په اړه د خبريالانو پوښتنو ته د ځواب ورکولو په وخت کې يې داسی وويل، منل شوی چې د چين سوله ييز ډيپلوماتيک پاليسی د اسيا په برياليتوب کې مهم رول لوبولي او لوبوي يي. د چين او نورو عنعنوي لويو هېوادونو ترمنځ زيات توپيرونه موجود دي، بلکې په توګه سياسي نظام يې بېل، د چين نفوس لا زيات دی او د چين د پرمختګ سرعت لا چټک دی.

د سمندري چارو په هکله د يو قوی هېواد په توګه د چين د ابادولو په اړه مېرمن فو ينګ داسی وويل، چې د سمندري چارو په هکله د يو قوي هېواد په توګه د چين ابادول د چين د عصري کېدو له اړتياوو سره سمون خوري.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای