CRI Online

د خلکو ورځپاڼه به د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډې د پرانيستنې د نمانځنې لپاره يوه ځانګړې سرمقاله خپره کړي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-04 19:40:56

د خلکو ورځپاڼه به د مارچ په ٥ نېټه د چين د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس  لومړۍ غونډې د پرانيستنې د نمانځنې لپاره يوه سرمقاله خپره کړي چې عنوان يې دی د چيني هيلو د پوره کولو غښتلی ځواک راغونډ کړی.

په سرمقاله کې ويل کېږي چې د مارچ په ٥ نېټه به څه نا څه ٣ زره استازي د خلکو په لوی تالار کې راغونډ شي او د ملي ولسي کانګرس دوولسمې دورې ملي کميټې لومړۍ غونډه به په رسمي توګه پرانيستل شي. دا د چين په سياسي بهير کې يوه ستره پېښه ده چې د چين او نړۍ د رسنيزو کړيو د پاملرنې وړ ګرځېدلی ده.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای