CRI Online

د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه پرانيستل شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-05 09:34:36

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ د ٥مې نېټې په سهار د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه په بېجينګ کې پرانيستل شوه چې د ښاغلي هو جين تاو او شي جين پينګ په ګډون د چين مشران او د نوې دورې ملي ولسي کانګرس نژدې درې زره استازي پکې حاضر وو. دا د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس د استازيو له خوا د دندو د رسمي پلي کولو نښه ده.

د معلوماتو له مخې په نويو انتخاب شويو استازيو کې د کارګرو او بزګرو شمېر په څرګنده توګه زيات شوی او د ګوندي او سياسي مشرانو شمېر کم شوی دی، له دې څخه ښکاريږي چې د استازيو جوړښت مناسب او غوره شوی دی.

په دغه غونډه کې به د دولتي ارګانونو نوي مشران وټاکل شي. په دغه ١٢ نيم ورځنې غونډه کې د حکومتي رپوټ د څيړنې په ګډون د عادي اجنډا بر سيره، برخه وال استازي به د دولتي شورا د ارګانونو اصلاحاتو او د دندو د بدلون پر لايحې بحث وکړي او رای ورکونه به وکړي. د چين د لويو دولتي ارګانونو د دوهم پړاو اصلاحاتو په هکله ګمان له منځه وړل شي. د نوې دورې دولتي ارګانونو ټاکنه او پريکړه به ډېر د توجه وړ ده. (ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای