CRI Online

د پاکستان خبري رسنيو وايي چې د چين نوې دورې حکومت به په نړيوالو چارو کې لا مثبت رول ولوبوي

cri     (GMT+08:00) 2013-03-05 10:43:32

د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين دوه لويې جرګې نه يوازې د کورنيو خبري رسنيو لپاره د توجه وړ دي بلکې د چين د دوست ګاونډي هېواد پاکستان پاملرنه هم راجلبوي.

په چين کې د پاکستان د دولتي اژانس مشر خبريال معسود صدر خان په تېرو پنځو کالونو کې د چين دوو لويو جرګو ته پاملرنې کړې او ويلي يي دي چې د چين د کمونېست ګوند له اتلسم ملي کانګرس وروسته يو لړ نوې تګلارې جوړې شوې دي. له ګوانګ جو ښار څخه د چين د کمونېست ګوند عمومي منشي شي جين پينګ له ليدنې نه مې نوی بدلونونه او کاري سبکونه احساس کړی او له دې څخه فعال پيغامونه څرګند شوي دي.

ښاغلي معسود باور څرګند کړی چې په دغو دوو لويو جرګو کې هغه ډول نوی حکومت انتخاب شي چې په نړيوالو چارو کې د زياتو ننګونو توانېدای شي. هيله يې هم څرګنده کړه چې چين د پاکستان د بېوزليتوب او ترهګرۍ په ليري کولو کې لا فعال رول ولوبوي.

(ياسمين)

 

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای