د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥مه نېټه د چين د نوې دورې ملي ولسي کانګرس په لومړنۍ غونډه کې د سږني حکومتي کارونو په هکله وويل، چې حکومت بايد په ټينګ هوډ سره د هوا، اوبو او ځمکو په شمول د چاپيريال د ککړتيا د لېرې کولو لپاره هڅه وکړي چې د خلکو له اساسي ګټو سره نژدی اړيکې لري. په عين وخت کې بايد د چاپيريال د ښه کولو په ترڅ کې د خلکو روغتيا وساتي، څو چې د خپلو کوښښونو له لارې خلکو ته اميد ورکړي.
صدراعظم ون جيا باو وويل، حکومت بايد د ژوند د چاپيريال د ښه والي په اړه د خلکو د اميد سره سم د ايکولوژيکي تمدن د ابادولو او د چاپيريال ساتلو لپاره تدبيرونه ونيسي، بايد د سرچينو سپمولو او د چاپيريال ساتلو پر اساسي تګلارو ټينګار وکړي او لږ کاربون د خوشي کولو پر نسبت د شنه او دواملرونکي اقتصاد د پرمختيا د پياوړتيا لپاره هڅه وکړي، بايد د معيارونو، نظامونو او د قانوني سيسټم د بشپړتيا، د ککړتيا د مخنيوي او د ژوند او د توليد لارو چارو د بدلولو لپاره کوښښ وکړي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |