CRI Online

د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه جوړه شوه

cri     (GMT+08:00) 2013-03-05 11:19:24

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د مارچ په ٥مه نېټه سهار د چين د نوې دورې ملي ولسي کانګرس لومړۍ غونډه په بېجينګ کې تر سره شوه چې د ښاغلي هو جين تاو او شي جين پينګ په ګډون د چين مشران او د نوې دورې ملي ولسي کانګرس نژدې درې زره استازي پکې حاضر وو.

ملي ولسي کانګرس د چين تر ټولو عالي واکمن دولتي ارګان دی. صدراعظم ون جيا باو غونډې ته په تېرو پنځو کلونو کې د حکومتي کارونو رپوټ وړاندې کړ. هغه وويل چې تېر پنځه کلونه د چين په انکشافي بهير کې يوه مهمه موده وه چې د چين حکومت د نړيوال پولي بحران تر سختو اغيزو لاندې د اقتصاد سالم او چټک پرمختګ ساتلی او د خلکو د ژوند او ټولنيز تضمين سويه يې په ښکاره توګه لوړه شوې ده .

د تر لاسه شويو برياليتوبونو د يادولو تر څنګ ښاغلي ون د چين د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ په وړاندې اختلافونه او مسئلې ومنلې ، د بېلګې په توګه د اقتصادي پرمختګ او چاپيريال او سرچينو ترمنځ د توپيرونو سختوالی، د ښارونو او کليو ترمنځ د پرمختګونو واټن زياتوالی، د ښوونې، کاري فرصتونو، طب او د خوراکونو او درملو د امنيت په ګډون مسئلې او داسي نور.

په رپوټ کې د سږ کال د اقتصادي او ټولنيز پرمختګ عمده هدفونه هم ياد شوي چې د کورنيو توليداتو عمومي ارزښت د لوړوالي انډول به د اوه اعشاريه پنځه سلنې په شاوخوا کې وساتل شي او د پرمختګونو همغږی به لا پياوړې شي، د اوسېدونکو لپاره د اړتياوړ شيانو د بيو د لوړوالي اندازه به په شاو خوا درې اعشاريه پنځه سلنه کې کنټرول شي، په ښارونو کې به نور نهه مليونه تنه وګمارل شي، د بې کارانو انډول به تر څلور اعشاريه شپږ سلنې لاندې ټيټ شي،د ښاري او کليوالو اوسيدونکو د عايداتو لوړوالی انډول به د اقتصادي پرمختګ له سرعت سره سمون وخوري او په نړيوالو بازارونو کې د ګټو او لګښتونو ترمنځ حالت نورهم ښه شي.

(ياسمين)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای