د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې،صدراعظم ون جيا باو د فبرورۍ په پنځمه نېټه د نوی دورې ملي ولسي کانګرس په لومړنۍ غونډه کې د سږني حکومتي کارونو په راپور کې وويل،د چين اصلاحات له کليدي پړاوو سره مخامخ دي.حکومت به په لا ټينګ سياسي جرات او ځيرک سره اصلاحات پرمخ بيايي.
هغه وويل،حکومت دې د قوانينو سره سم هېواد اداره وکړي،پر اساسي قانون او نورو قوانينو پوره درناوی وکړي،څو چې د هېواد اداري ارګانونه د قوانينو سره سم کارونه تر سره او يو سپيڅلی حکومت جوړ کړي.
هغه زياته کړه چې حکومت به د سوسياليستي بازاري اقتصاد د ميکانيزم د ښه والی،د دولتي تصديو او د مالي ميکانيزم د اصلاحاتو،د عايداتو د وېشلو په اړه د اصلاحي پاليسو د جوړولو او د عايداتو وېشلو په اړه د ستونزو د ليرې کولو لپاره کوښښ وکړي.
(شکريه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |