د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥مه نېټه د حکومتي رپوټ د ورکولو په ترڅ کې پر دې ټينګار وکړ چې حکومت بايد د خپلو کارونو د مبدا او موخې په توګه د خلکو ژوند تضمين او ښوالي ته د لومړيتوب اهميت ورکړي. هغه وويل، سږ کال د چين حکومت بايد په پر له پسې توګه ټولنيزې ادارې پياوړې او نوې کړي، د خلکو د غوښتنو د وړاندی کولو، د ګټو د همغږولو او د حقونو او ګټو د تامينولو لارې هوارې کړي.
د رپوټ سره سم، سږ کال د مرکزي حکومت مالي لګښتونه به په پر له پسې ډول په زياته اندازه د ښوونې، طبي چارو او ټولنيز تضمين په برخو کې ولګوي په جدي توګه دې د ادارې او نورو عامو چارو لګښتونه کنترول کړي او و يې سپموي. (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |