د مارچ په ٥مه نېټه د ٢٠١٣ کال لپاره د چين د دفاعي بويدجه د دوولسمې دورې ملي ولسي کانګرس لومړې غونډې ته وړاندې شوې چې د دې بوديجې له مخې په ٢٠١٣ کال کې به د ماليې وزارت په دفاعي برخه کې څه باندې اوه سوه او شل مليارډه يوانه ولګوي چې دغه شمېر د تېر کال په پرتله لس اعشاريه اوه سلنه زيات دی.
د ملي ولسي کانګرس استازي او د پوځي علومو د اکاډمۍ څيړونکي چون جو وويل چې د چين د دفاعي لګښت زياتوالی ګام په ګام د اقتصادي پرمختګ سره سم زياتېږي . د ولسي سياسي مشورتي کنفرانس د ملي کميټې غړي يي جو وويل، اوسمهال د چين پوځونه د تسليحاتو د موتوريزي او معلوماتي کيدو په مرحله کې دي ،نو يوازې په دې شرط چې د لګښتونو مناسب زياتوالی وساتل شي، د پوځونو جنګي توان به په پرله پسې ډول لوړ شي.
د خبر له مخې د چين په دفاعي څيړنو کې اچول شوي لګښت په همدې ساحه کې د امريکا لخوا له اچول شوي يو پر څلويښت برخې سره برابر دی (ياسمين)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |